د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو د دندو لایحه برېښنایي ډیتابېس ته داخل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۴:۴۳
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو کارکوونکو د دندو لایحه له بیاکتنې وروسته د بشري سرچینو د معلوماتو مدیریت سیستم (HRMIS) کې داخل کړه.

د بشري سرچینو محترم رئیس مولوي محمد هارون صدیقي وایي، د ډیټابېس سیستم یې مخکې رامنځته شوی و، چې اوس دوی پراختیا ورکړه او په خبره یې، د بشري سرچینو د معلوماتو مدیریت سیستم (HRMIS) د کاغذي معلوماتو پروسه را لنډوي او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی کوي.

د هغه په خبره، یاد سیستم پرمختللی دی، چې د کار کوونکو ټول معلومات په برېښنایي توګه په کې داخل او په ځانګړي کوډ کولای شي معلومات ترلاسه کړي.

دغه راز، یاد ریاست د برښنایي حاضرۍ سیستم چې مخکې جوړ و، د اوس وخت اړتیا وو سره سم نوی کړ.

د بشري سرچینو ریاست، د کاري وړتیا لوړولو په موخه په کور دننه او له هېواد بهر د لوړو زده کړو، روزنیزو ورکشاپونو، سیمنارونو او نورو ورته پروګرامونو ته د وزارت کار کوونکي ورپېژندلي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې ‌اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.

د کور او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت