د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ریاستونو د همغږۍ ناسته وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۳۰
وزارت شهرسازی

۱۴۴۶/۱۰/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ساختمانونو د ډیزاین ریاست، د ساختمانونو د جوړولو ریاست او د مهندسې د طرحې او لنډ سکیپ ریاست تر منځ د چارو د ښه والي او همغږۍ ناسته تر سره شوه.

په دې ناسته کې، رئیسانو او امرینو د کارونو د ښه والي او د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړل.

همدارنګه په دې ناسته کې د وزارت اړوند د پروژو د کارونو پر چټکوالي ټینګار وشو او ګډونکوو ژمنه وکړه، چې د پروژو چارې به لا ګړندۍ کړي چې په معیاري ډول په ټاکلي وخت کې تر سره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۱۷
Background image

بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي پراختیا او د نمرو وېش چټک شوی؛ سلګونه کورنۍ  خپلو مېنو ته ورستنېږي

۱۴۴۷/۶/۲۰

په بلخ ولایت کې هغو راستانه شوو کورنیو ته چې له کلونو وروسته د دایمي استوګن ځای په تمه وې، د هیلې نوې دروازې پرانیستل شوي دي.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۴۲
Background image

له کډوالۍ تر خپل کورۍ: کندز کې سلګونو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۶/۲۰

په کندز ولایت کې هغو کورنیو ته چې له مهاجرت راستانه شوي او له کلونو انتظار او ستونزو وروسته د خپل دایمي استوګن ځای غوښتونکي دي، ښه ورځ را رسېدلې ده.

د اسکان دایمي کمېټې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۹
Background image

لغمان ولایت کې عملاً راستانه شوو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۶/۲۰

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت، د خپلو فعالیتونو په بهیر کې دا ځل په لغمان ولایت کې عملاً راستانه شوو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت