د کور او ښار جوړولو وزارت؛ په یوه ورځ نږدې زر راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشلې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۱۸
مهاجرین

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ټینګار سره سم، په څلورو ولایتونو کې (۹۸۵) راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې.

تېره ورځ یکشنبه (یوه نۍ) د محرم الحرام په ۲۶مه د کور او ښار جوړولو وزارت د بېلا بېلو ولایتي ریاستونو له لوري، په ننګرهار، فراه، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې (۹۸۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنې ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له دغې ډلې، په ننګرهار ولایت کې (۶۸۱) راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې د ورځې تر ټولو لوړه شمېره جوړوي.

دغه راز، په فراه ولایت کې (۵۹)، فاریاب کې (۱۱۰) او نیمروز ولایت کې (۱۳۵) راستنو شویو کورنیو، د استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ترلاسه کړې.

د راستنو شویو مهاجرو لپاره د استوګنې د ځمکو وېش د هغوی د دایمي مېشتېدو او سرپناه د برابرولو په موخه ترسره کېږي او ټاکل شوې ده، چې دا لړۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنو شویو کورنیو لپاره دوام ومومي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۵۹ زره او ۱۳۳ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي او د ځمکو د وېش بهیر په لا هم په چټکۍ سره روان دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

د الشفاء روغتون د ودانیزې پروژې د دویمې برخې د چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د دوامدارې تخنیکي څارنې په لړ کې د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۹
Background image

د لابراتوار ریاست له لوري د بېلابېلو ودانیزو او زیربنایي پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول، ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت