د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ښار ګوټي د خط اچولو چارې بشپړې شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۲:۱
کندهار

۱۴۴۶/۲/۳۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم په اساس د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ښار ګوټي د خط اچونې چارې پیل او بشپړې شوې.

ښاغلي مولوي سعید وویل، د دې ښاري ګوټي د ځمکې د هوارۍ او خط اچونې تر څنګ په یاد ښار ګوټي کې هستوګنیزې نمرې، سوداګریزه سیمه، لوبغالی، روغتیایي کلینیک ساحه، د مساجدو لپاره ځای او نورې ټولې چارې د نقشې مطابق په نښه او ځانکړې شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د بې سرپاه هېوادوالو لپاره په مرکز او ولایتونو کې د مناسبې سرپناه د را منځته کولو په هڅه کې دی.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د راتلونکي مالي کال لپاره د وزارت پر اړتیاوو او وړاندیزونو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر اړوندو ریاستونو سره د راتلونکي مالي کار پر اړتیاوو او وړاندیزونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۸
Background image

په نوي کابل ښار کې د ودانیزو چارو د پیل لپاره تابیا ونیول شوه

۱۴۴۷/۶/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۷
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د بامیان ولایت له والي او ښاروال سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د دغه ولایت محترم ښاروال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت