د کندهار مرکزي زندان د بلاکونو د هنګاف او پلاستر له چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۰۲/۲۹
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د مرکزي زندان په داخل کې د بلاکونو د هنګاف کارۍ او پلاستر کارۍ له چارو څخه نظارت ترسره کړ.
ښاغلي مولوي سعید وویل، چارې د نقشې مطابق روانې وې، د یادو چارو کیفیت ته جدي پاملرنه شوې او د انجینري لارښوونو مطابق د کار پر مخ وړل د پروژې له مهمو ټکو څخه ګڼل کېږي.
د نوموړي په خبره، د کندهار مرکزي زندان د هېواد په مهمو تاسیساتو کې شمېرل کېږي چې د اړتیا له مخې د ودانیزو چارو په برخه کې د بیارغونې، ترمیم او معياري کولو پروسې تر لاس لاندې لري.
