د کرکټ بورډ لپاره د نړیوال سټډیوم ځمکه بررسي شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۰:۵۰
picture

1444/05/13

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کرکټ بورډ او کابل ښاروالۍ د استازو په شتون کې د کابل په 16 ناحیه الوخیلو سیمه کې د کرکټ بورډ د اړتیا اړوند ځمکې باندې نظرونه سره شریک کړل.

دغه درې اړخیزه ناسته د ا.ا.ا د کابینې د 1444/03/27 نېټې د ۱۲ مې ګڼې مصوبې د 3 بند د عملي کېدو په موخه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د کابل ښاروالۍ او د کرکټ بورډ ادارې ته دنده سپارل شوې وه، چې د کابل په الوخیلو سیمه کې د کرکټ بورډ د نړیوال لوبغالي جوړولو په موخه د ځمکې ارزونه وکړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

یادې کمېټې په څو متعددو ناستو کې د یادې ځمکې په تړاو حقوقي، تخنیکي او مالي نظریات سره شریک کړل.د ناستو په پایله کې کمېټه هوکړې ته ورسېده، چې د کرکټ بورډ د اړتیا وړ ځمکه تثبیت د دې کیمټې غړي چې د کابل په الوخیلو کې یې د کرکټ بورډ د اړتیا وړ ځمکې باندې ناستې در لودې نتیجې ته رسیدلي چې پایله به یې د ا.ا.ا د کابینې ته واستوي تر څو پرې وروستی تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په سره میاشت ښار ګوټي کې د ښاري سرغړونو کنټرول او ارزونې تر سره شوې

۱۴۴۷/۷/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست مسلکي ټیم د سرې میاشتې ښار ګوټي څخه څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د لغمان پوهنتون د احاطوي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د لغمان پوهنتون د متباقي ساحې د احاطوي دیوال د سنګ‌کارۍ پر سر د خښت‌کارۍ د پروژې څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت