د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري وضعیت څخه څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۹
خواجه رواش

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د محنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه رواش ښارګوټي له بېلابېلو برخو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

د څارنې پر مهال د ښارګوټي د تفصیلي پلان، سوداګریزو او استوګنیزو برخو، عامه تأسیساتو، سړکونو، د فاضله اوبو شبکې او برېښنا شبکې وضعیت وکتل شو.

د څارنې په جریان کې څرګنده شوه چې په ځینو شنو ساحو، د موټرو تم ځایونو او پلي‌لارو کې غرفې، هوټلونه او کراچۍ جوړې شوې دي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست له لوري د کاري پلان له مخې د ښارګوټو او استوګنیزو سیمو د څارنې او ارزونې بهیر په دوامدار ډول روان دی او د کابل ښار نور ښارګوټي او استوګنیزې سیمې به هم د ټاکل شوي پلان له مخې تر څارنې لاندې ونیول شي.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرمعیاري ګڼې‌ګوڼې مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول، د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو ساتنه او د ښاري مدیریت ښه والی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي بهیر دوام لري

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیقیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ د موقعیت او ښاري پلان د مطابقت ارزونه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د بغلان ولایت ریاست د ښاري سرغړونو د څارنې ټیم د پلخمري ښار اړوند، د دویمې ناحیې په ساحه کې د یوې استوګنیزې ودانۍ موقعیت له نږدې وڅېړه.

د ارزونې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د کارته مأمورین څخه تر عمراباد پورې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت