د کابل اتمې ناحیې اړوند نوي جوړېدونکي سړک کې سرغړونې شوي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۵۰
کارته نو

۱۴۴۶/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د کابل په اتمه ناحیه (سید نورمحمد شاه) مېنه کې د نوي جوړېدونکي سړک له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، اتمه ناحیه سید نورمحمد شاه مېنه کې نوی جوړېدونکی سړک چې د (60) شپېته متره پلنوالي او (2630) متره اوږدوالي په خصوصیاتو ډیزاین شوی چې، د درېیمې کارته له سړک پیلېږي او تر تپې سرته رسېږي.

نوموړی وایي، عبوري لارې یې له مخکې جوړې شوې دي، خو سلو لاین (کم چټکه کرښه) یې اوسمهال جوړېږي چې، ځینې سرغړونې په کې شوې دي.

د ګولایي برخه کې د پلي لارو تنګېدل، په همدغه ګولایي برخه کې د سلو لاین (کم چټکه کرښه) تنګېدل او د کارته نو مسجد ساحه کې داخله ګولایي تنګېدل هغه تخلفات دي چې ترسره شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو جدي مخنیوی کوي او په د یادو مواردو په تړاو یې اړوندو مسؤلینو ته معلومات ورکړي چې، د حل برخه کې یې رغنده ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت