د ښا رجوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو په وېش سره له صنعت کارانو ملاتړ کوي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۴:۳
fdshb

۱۴۴۳/۰۹/۰۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په یاد وزارت کې د افغانستان د صنعت کارانو تولنې له مسؤلینو او صنعت کارانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو د حل په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې د صنعت کارانو ټولنې غړو د تولیدي فابریکو د فعالیت او تولید په اړه معلومات وړاندې کړل او هغه ستونزو او ننګونو ته یې اشاره وکړه چې له هېواده د پانګې د تېښتې لامل شوي دي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي یادونه وکړه چې دمګړۍ زیات شمېر صنعت کاران د خپل ځای له نشتون سره مخامخ دي او په کرایه ځایونو کې فعالیت کوي چې د دوی د چارو پر وړاندې یې ګن شمېر ستونزې او خندونه رامنځته کړي دي.

صافي له ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې افغان صنعت کارانو ته مناسب ځایونه ورکړي ترڅو خپل تولیدي فعالیت پیل کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني راغلو صنعت کارانو ته په خطاب کې وویل، په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري له داخلي تولید او صنعت ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې وزارت به پانګوالو ته د تولیدي فابریکو جوړولو په موخه مناسبه او پاکه ځمکه ورکړي چې هېڅ نوع شخړه ونه لري او صنعت کار وکولی شي په ارام او بشپړ ډاډ فعالیت پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت