د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د صنایع سبز صنعتي پارک ټولنې له غړو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۵:۵۲
عکس

۱۴۴۳/۱۲/۲۰

د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني د صنایع سبز صنعتي پارک ټولنې له غړو پانګوالو سره وکتل او د شته ستونزو پر حل او د ګڼو اسانتیاوو په رامنځتنه کولو یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د صنایع سبز صنعتي پارک غړو پانګوالو له وزیر مولوي حمداالله نعماني څخه مننه وکړه، چې په وینا یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همېشه د پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کړی او د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو یې وزیر ته بشپړ معلومات هم وړاندې کړل.

دغه راز په ناسته کې پانګوالو او صنعت کارانو په یاد صنعتي پارک کې د شته ځینو ستونزو په اړه وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمد الله نعماني پانګوالو او صنعت کارانو ته په خطاب کې وویل، له پانګوالو او صنعت کارانو څخه د ا.ا.ا او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ملاتړ د وزارت په لومړیتوبونو کې دی او هڅه کوي چې زمینه برابره کړه، ترڅو د صنعت په ودې سره د بې کارې او فقر کچه راکمه کړي، هېوادوالو ته غوره خدمات ترسره او هېواد په ځان بسیا کړي.

ښاغلي مولوي نعماني، پانګوالو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت اړوند مسؤلین به یې د دوی ستونزو د حل برخه کې کوټلي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۰
Background image

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د یاد ریاست د انجینرۍ او تخنیکي ټیم له لوري د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف د پروژې له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۵۲
Background image

د تالقان ښار د ودانیزو چارو د بهیر او ښاري پلان د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس د اړوند ټیم په ملتیا د تالقان ښار د ودانیزو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت