د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ټولو کارکوونکو ته نوې لارښوونې وشوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۵:۵۴
cbnfhgn

۱۴۴۳/۱۰/۱۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د یاد وزارت په ټولو مرکزي ریاستونو وګرځېد او د هر ریاست له وضعیت یې څارنه وکړه.

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي د هر ریاست کارکوونکو ته نوې او لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې حاضري دې پر وخت ورکوي.

دغه راز نوموړي یو شمېر ریاستونو ته سپارښتنه وکړه چې د نوي ۱۴۰۱ کال بودیجې له تصویب او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د ځانګړې شوې بودیجې سره سم خپل پلانونه برابر کړي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال له ټولو کارکوونکو ته په جدي توګه سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو چارې دې پر وخت ختموي او د نن کار دې سبا ته نه پرېږدي.

د نن ورځې د لیدنو په پای کې هغه د وزارت له جوړېدونکي مسجد څخه هم لیدنه وکړه چې څنګه کېدای شي چارې یې چټکې، اړتیاوې یې پوره او ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت