د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال د کورنیو چارو وزارت له یو شمېر مسؤلینو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۹:۲۷
i

30/10/1443

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو محترم وزارت له ځینو مسؤلینو سره وکتل او د هغه امنیتي منسوبینو د دندو تنظیمولو او څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د امنیت خوندیتوب په موخه د (۱۴۰۱) کال لپاره ګمارل شوي دي.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د (۱۴۰۱) کال لپاره د خپلو تشکیلاتو او د دولتي ملکیتونو د ساتنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دولتي ملکیتونو ساتنه او خوندیتوب د کورنیو چارو وزارت له مسؤلیتونو څخه دی.

د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ټولو هغه امنیتي منسوبینو او د هغوی لپاره د اړتیاوو لېست دوی ته وسپاري چې د دې وزارت په ټولو برخو کې د امنیت خوندیتوب په موخه ګمارل شوي دي.

 د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د دې وزارت له اړوندو مسؤلینو  غوښتنه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ډاډمن امنیت په موخه ټولې اړتیاوې په ګوته او د حل په موخه یې د کورنیو چارو محترم وزارت سره شریکې کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په استالف ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسیدګۍ ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم، د یاد ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني تر لارښوونې لاندې، د استالف ولسوالۍ ته سفر وکړ او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

د کونړ ولایت د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره د ساحو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګډ هئیت په شتون کې،  د ترانسپورت امریت لپاره د نوې اداري ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

BACK TO NEWS