د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د پلازمېنې زون د پراختیا ملي ادارې څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۰:۵۲
بلیب

۱۴۴۳/۱۰/۱۲

د پلازمېنې زون د پراختیا ملي اداره چې په تېر کې یوه خپلواکه اداره او د پلازمېنې زون د پراختیا لپاره یې کارونه کول، له دې وروسته به یې فعالیتونه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په اډانه کې ترسره کېږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د شته ستونزو د حل او د فعالیتونو د لاګړندیتوب په موخه د یادې ادارې له ټولو دفترونو او شعبو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د پلازمېنې زون د پراختیا مسؤلینو د خپلو دندو، مسؤلیتونو، د برنامو او پروژو د وضعیت او نورو برخو کې ښاغلي وزیر ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمد الله نعماني د نوموړې ادارې له مسؤلینو او کار کوونکو سره د پروژو، برنامو او په ځانګړې توګه د کابل جدید په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

محترم سرپرست د کابل جدید د چارو پرمختګ په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هغه لارې چارې یې په ګوته کړې چې له مخې یې د یاد ښار د جوړېدو چارې چټکې کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت