د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د نوي کابل ښار له پانګوالو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۱۴:۳۰
dfhg

۱۴۴۳/۱۰/۲۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د دغه وزارت د پلازمېنې پراختیا زون مرستیال قاري روح الله او د وزارت یو شمېر نورو تخنیکي او مسلکي لوړ رتبه مسؤلینو د نوي کابل ښار له پانګوالو او پراختیا ورکوونکو سره وکتل او هر اړخیز بحثونه یې وکړل.

په دغه دوه اړخیزه ناسته کې پانګوالو او پراختیا ورکوونکو د نوي کابل ښار فعالیتونو برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د خپلو وړاندیزونو ترڅنګ یې د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ناسته کې د هر اړخیز بحثونو په دوام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني پانګوالو ته په خطاب کې وویل، وزارت یې له ټولو هغه ملي او نړیوالو پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي چې وغواړي د دې وزارت په چوکاټ کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د نوي کابل ښار د پانګوالو او پراختیا ورکوونکو او د وزارت د هراړخیز تخنیکي او مسلکي ټيم څخه به یوه ګډه کمېټه جوړه شي، د نوي کابل ښار د فعالیتونو برخه کې به هر اړخیزه څېړنه وکړي، له پانګوالو سره به شوي تفاهم لیکونه له سره وګوري چې څنګه کېدای شي اسانتیاوې رامنځته او چارې ګړندۍ کړي.

وزیر وویل، دوی ټول فکر دې ته کوي چې پانګوالو او هېوادوالو ته د ګټې زمینه برابره شي او اقتصادي څرخ په چلېدو راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت