د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ننگرهار بېجینګ ساختماني شرکت له مسوولینو سره ليدنه وکړه

it_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۷ - ۱۱:۵۱
l

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمدالله نعماني د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار بیجینګ ساختماني شرکت له مسوولینو سره وکتل او د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د پیروزي استوګنې پروژې د پانګونې او پیل په اړه یې خبرې وکړې.

لومړی د ننګرهار بیجینګ ساختماني او ساختماني موادو د تولید شرکت مسوولینو د پيروزي استوګنې پروژې په صنعتي سیمو کې د ځمکې د انتقال په اړه د یاد هوکړه لیک په اړه چې مخکې یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره لاسلیک کړی وو خبرې وکړې او وويل مونږ چمتو یو او هیله مند یو چې دا وزارت  د شرکت فعاليتونه د ياد پروژه په اړه د کار زمینه برابره کړي.
 
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د پېروزي استوګنې پروژې کې د ننګرهار بېجینګ ساختماني او ساختماني موادو شرکت د پانګونې هرکلۍ وکړ او ویې ویل چې د دي شرکت پر وړاندې شته ستونزي به له منځه یوسي.

ښاغلي مولوي نعماني وویل، د یاد تړون د نظارت لپاره  د ښارجوړولواو ځمکو وزارت او د شرکت د مسوولیتونو د معلومولو لپاره باید له دواړو خواوو یو تخنیکي ټیم وګمارل شي او په راتلونکو څو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

غزني کې د پنځوس بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون له روانو رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS