د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ساختماني شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۵:۲۸
gdffag

۱۴۴۳/ ۰۸/ ۲۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د ساختماني شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل او د ستونزو د حل برخه کې یې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د ساختماني شرکتونو مسؤلینو د خپلو شرکتونو د فعالیتونو او په بېلا بېلو ولایتونو کې د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل چې له تحول مخکې یې ترسره کړي وو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د یادو ساختماني شرکتونو د ستونزو د حل لپاره لازمې او ګټورې لارښوونې وکړې او یادونه یې وکړه چې د وزارت رهبري هڅې پیل کړي چې څنګه کېدای شي د قراردادي شرکتونو ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت