د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند د پروژو مسؤلین دې خپل مسؤلیت اداء کړي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۱۳:۲۴
image

۱۴۴۳ – شعبان المبارک – ۲۵ ـــــــــــــــ ۱۴۰۱/۰۱/۰۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي د دغه وزارت د اداري ریاست مسؤلین وربللي وو او د مسؤلیتونو او ستونزو د حل په موخه یې ورسره ناسته وکړه.

د اداري ریاست مسؤلینو د ۱۴۰۱ کال لپاره د خپل فعالیت ، وړاندیزونو او شته ستونزو د حل په موخه بشپړې خبرې وکړې چې د ښاغلي مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي له لوري ورته د ګام په ګام حل ډاډ ورکړل شو.

د اداري ریاست مسؤلین وایي، هڅې یې پیل کړي چې له شته وسایلو او جنسونو چې بیت المال دي سالمه ساتنه یې وکړي او د بیا ځل لپاره ترې کار واخیستلی شي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي د بیت المال په سالم ساتلو ټینګار وکړ او د حفظ او مراقبت مسؤلینو ته یې دنده وسپارله چې په ټولو دفترونو وګرځي او هر ځای او جنس چې ترمیم او رغولو ته اړتیا لري باید اقدام وکړي.

دغه راز ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي یادونه وکړه چې د پروژو ټول مسؤلین به وروغواړي او د خپلو حسابونو د تصفیې په اړه به ورسره خبرې وکړي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې په وزارت کې دې چارې چټکې او معیاري شي او هر کار کوونکی دې خپل مسؤلیت په سمه توګه اداء کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS