د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د افغان مېرمنو سوداګرۍ او صنايعو خونې تر منځ د همکارۍ هوکړه‌ لاسليک شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۱
د همکارۍ هوکړه‌

دا هوکړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار او د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي رئيسې اغلې افسانه رحيمي تر منځ په کابل او نورو ولايتونو کې د مېرمنو له‌خوا د جوړو شويو مارکېټونو د لا ښه تنظيم او د نويو مارکېټونو د رامنځ‌ته کولو په موخه لاسليک شوه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار د هوکړې د لاسلیک پر مهال وويل، د دې هوکړې له‌مخې به ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ۳۴ ولايتونو کې سوداګرو مېرمنو ته د مارکېټونو او نندارتونونو د جوړولو په موخه ځمکې او دولتي املاک په اجاره ورکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه زياته کړه، د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونې ته به دا ځمکه او دولتي املاک په ځانګړي تخفيف د لسو کلونو لپاره ورکړل شي.

دا هوکړه‌ليک چې اته مادې لري، د ښاري پراختيا عالي شورا تر تصويب وروسته په لومړي پړاو کې په کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، بادغيس، بغلان، جوزجان، بدخشان، باميان، تخار، سرپل او غور ولايتونو کې پلی کېږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د افغانستان اسلامي جمهوريت پراختيايي پاليسۍ له‌مخې په هېواد کې د خصوصي سکټور ودې او په ځانګړي ډول د پانګې‌اچوونکیو سوداګرو مېرمنو لپاره د اسانتيا رامنځ‌ته کولو ته ژمن دی. همدارنګه دا وزارت به مېرمنو ته په سوداګرۍ او صنايع برخو کې د کاري فرصتونو او پانګوونې زمينه هم برابره کړي.

ټاکل شوې ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ۱۳۹۹ لمريز کال کې په کابل، هرات، ننګرهار، لغمان، بلخ او خوست ولايتونو کې د يو ميليارد امریکايي ډالرو په ارزښت د پانګوونې ۵۰ کڅوړې اعلان ته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت