د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون د تېلو پمپ سټېشنونو تخنیکي مسایل وڅېړل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون، ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د هغه یو شمېر تېلو پمپ سټېشنونو د تخنیکي مسایلو، اسنادو او سوابقو په اړه هر اړخیز بحث وشو، چې د اړوندو ادارو څخه را استول شوي وو.

د ناستې په پایله کې، د ځینو هغه پمپ سټېشنونو چې اسناد یې بشپړ کړي، تائید شول او ځینې نور بیا چې تخنیکي نیمګړتیاوې یې درلودې، نورو ناستو ته وځنډول شول ترڅو اسناد بشپړ کړي.

دغه راز، په یاده ناسته کې د څو هستوګنیزو نمرو پر تعدیل خبرې وشوې سوداګریزو نمرو ته چې په تړاو یې اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وشوې.

په ورته وخت کې، ټینګار وشو چې د تېلو د پمپ سټېشنونو مالکان دې د فعالیت په موده کې نافذه قوانین او مقررې په پام کې ونیسي، تر څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې ‌اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.

د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۲۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپل ښار د لومړۍ ناحیې له بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت