د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون خپله نوبتې ناسته وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
معینیت امور شهری

۱۴۴۶/۳/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون خپله ۴۷ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې، د ښاغلي بامیاني ترڅنګ د نورو اړوندو ریاستونو استازو هم ګډون کړي وو، چې د بلخ ولایت د نوي ښار د پلان د منظوري تر څنګ په کندز ولایت کې د حاجي عیدي زاده د ښار ګوټي د نوم د تغیر اوپه نورو بېلا بېلو ولایتونو کې یې د تېلو د پمپ سټېشنونو، هستوګنیزو نمرو او سوداګریزو مارکېټونو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.

د یاد کمیسیون لخوا  په بلخ ولایت کې د نوي ښار اصلاحي پلان منظور شو او په کندز ولایت کې د حاجي عید زاده په نوم د ښار کوټي د نوم د تغیر په اړه د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست نه د مکتوب د لارې نور دلایل وغوښتل تر څو په راتلونکې ناسته کې په دې اړه پریکړه وشي.

د دې کمیسیون لخوا هغو پمپ سټېشنونو، هستوګنیزو نمرو او سوداګریزو مارکېټونو ته د جوړېدو اجازه ورکړل شوه، چې اسناد یې بشپړ شوي وو  او د ټولو اړوندو ادارو لخوا یې اسناد تائید شوي، خو هغه چې اسناد یې نیمګړي و، په اړه یې لارښوونه وشوه،  تر څو خپل اسناد بشپړ کړي او په بله ناسته کې به یې په تړاو پرېکړه کېږي.

په دې ناسته کې په ځینو نورو تخنیکي اسنادو هر اړ خیز بحث وشو او نظرونه شریک شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت