د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ترانسپورت برخې ستونزې و څېړل شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۱۱:۵
IM

04/01/1401

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین صاحب د دغه وزارت د ترانسپورت برخې څخه لیدنه وکړه.

د تحول وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ډیری موټر قسماً خراب او له کاره لوېدلي چې د بیا فعالېدو په موخه یې د دغه وزارت مالي او ادارې مرستیال سپارښتنه وکړه چې شته ستونزې دې ډېر ژر حل شي.

ښاغلي حافظ محمد امین صاحب یادونه وکړه چې د ترانسپورت برخې شته ستونزې دې په درې کټه ګورۍ تقسیم او د حل لپاره دې لازم اقدامات وشي.

نوموړي د ترانسپورت برخې مسؤلینو خپلو دندو او مسؤلیتونو متوجه کړل او د موټر د بیا ترمیم برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې، چې د ترانسپورت برخې مسؤلینو ورسره ژمنه وکړه چې راتلونکې اونۍ به شاوخوا شل موټر ترمیم او د فعالیت جوګه وګرځوي.

ورپسې ښاغلي مالي او اداري مرستیال د وزارت له چمن، ګلانو، زینتي چراغونو او د اوبو له فوارو لیدنه وکړه او د زرغونتیا په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې باید چمن زرغون، ګلان تازه، چراغونه او د اوبو فوارې فعال وساتل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS