د پکتیکا ولایت زلزله ځپلې سیمې د توپوګرافي له مخې سروې کیږي
۲۳/۲/۱۴۴۴
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پکتیکا ولایت د زلزله ځپلو سیمو د توپوګرافي د سروې په موخه یو تخنیکي ټیم واستاوه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني دغه تخنیکي ټیم ته وویل چې د زلزلې ځپلې سیمې باید په دقیقه توګه سروې شي. تر څو د دغه ولايت د زلزله ځپلو سيمو جغرافيايي وضعيت په سمه توګه وپېژندل شي او د زلزلې احتمالي زيانونه کم شي.
د دغه وزارت سرپرست زیاته کړه چې له دې وروسته به د دغو سیمو د توپوګرافیک نقشې له مخې سړکونه، پلونه او پلچکونه جوړ شي.
