د پکتیکا د سیلاب ځپلو لپاره د ښار ګوټي ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۴/۳/۳
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د توپوګرافي سروې له ټاکل شوي هئت لخوا د پکتیکا د سیلاب ځپلو لپاره د ښار ګوټي ځمکه تثبیت شوې ده.
یاده ځمکه د یوسف خیلو د الله اکبر په دښته کې چې د کټواز سړک سره نږدې ده چې په حدود د ۲۵۰۰ جریبه ځمکه په بر کې نیسي تثبیت شوې ده.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د توپوګرافۍ تخنیکي هئت له اړوندو ادارو ریسانو او د سیمې مخورو او سپین ږیرو لخوا یاده ځمکه مشخص او جي پي ایس شوې ده چې د توپوګرافي کارونه یې نږدې ۷۰ سلنه شوي دي