د پکتيا مهاجرينو ښارګوټي کې مهاجرو ته سرپناه جوړيږي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۱۶
پکتیا

١٤٤٦/١١/٨

په هغه ښارګوټي کې چې پکتيا ولايت کې مهاجرينو لپاره ځمکه وېشل کېږي، د مهاجر و لپاره په کې سر پناه جوړيږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزير الحاج شيخ حمدالله نعماني وويل، خوښ دى چې پداسې مراسمو کې برخه اخلي چې پکښې مهاجرو ته د سرپناه جوړولو لپاره اقدام کېږي.

ښاغلي شيخ حمد الله نعماني وویل، داد ټولو مسؤولیت دی چی د افغان مهاجرو لاسنیوی وکړي.

نوموړي د قطر هېواد د سرې مياشتې ټولنې څخه مننه وکړه چې پکتيا کې مهاجرو لپاره سرپناه جوړوي.

محترم سرپرست وزير وويل، د قطر هېواد سره مياشت غواړي چې د پکتيا رباط ښارګوټي کې د مهاجرو لپاره سل بابه کورونه جوړ کړي، چې هر کور به دوه خونې، يو دهليز، يو تشناب او يو پخلنځى ولري.

دغه راز يو مسجد شريف جوړوي چې په يو وخت به د 280 لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.

پر دې سربيره يوه مدرسه او د اوبو شبکه هم جوړوي چې هر کور ته به يې نل غځيدلى وي.

په ورته وخت کې افغانستان کې د سرې مياشتې ټولنې مشر وويل، دا پروژه د قطر هېواد د خيرغوښتونکو ښځو لخوا تمويلېږي.

دوی وایي، دا کورونه به هغه کورنیو ته ورکړل شي چې  د جګړو، طبعي افتونو یا جبري بې ځايه کېدو له امله يې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

د معلوما تو له مخې، د قطر سره مياشت به دغه ښارګوټي کې د ماشومانو د لوبو پارک، د پرانستو ساحو زرغونول او د باغونو جوړول په غاړه اخلي او دغه راز د سړکونو هوارول.

د يادولو وړ ده چې دغه پروژه د تعليمي او خيريه بنسټ په همکارۍ او د مهاجرينو وزارت په همغږۍ تر سره کېږي.

په يادې پروژې 916,914 امريکايي ډالر لګښت راځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

فراه کې د غيرقانوني او د تفصيلي پلانونو خلاف جوړښتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۶/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست وایي، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینر د فراه ښار د څلورمې ناحیې اړوند ساحې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

په نیمروز ولایت کې د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۶/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه، د نیمروز ولایت د ښاري تخلفاتـو مدیریت د ښار د پنځمې ناحیې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

نهرسراج ولسوالۍ کې د نوي بشپړ روغتیايي کلینیک له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د یو بشپړ روغتیایي کلینیک له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت