د پکتيا د څمکنۍ ولسوالۍ اداري کمپلکس ورغول شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳۱ - ۱۶:۱۹
پکتيا

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د پکتيا ولايت د څمکنۍ ولسوالۍ اداري کمپلکس د جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول چې ۱۷ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلن‌ځای، يو ګودام او ۹ تشنابونه لري، د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۷ ميلیونه ۹۶۶ زره افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې تر اوسه ۱۲۹ اداري ودانۍ رغولي او هلته د موجودو کارکوونکو لپاره يې د کار مناسب او ارام چاپېريال زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په تالقان ښار کې د غیرقانوني ودانیو د ودانیزو چارو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تالقان ښار په بېلابېلو ناحیو کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت