د هېوادوالو ستونزو د حل لپاره دې پر وخت اقدام وشي

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۱۳:۲۷
wazer ba

10/11/1443

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني له بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلو هېوادوالو سره وکتل او د ستونزو د حل په موخه یې ورسره بحثونه وکړل.

لومړی راغلو خلکو د خپلو سیمو او ښارونو په تړاو ستونزې او ننګونې له محترم وزیر سره شریکې کړې او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د وزارت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې پر وخت اقدام وکړي.

ښاغلي وزیر راغلو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت اړوندو ستونزو د حل په موخه به یې مسؤلین پر وخت ګام پورته کوي او په دغه برخه کې به اړینې چارې ترسره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په استالف ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسیدګۍ ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم، د یاد ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني تر لارښوونې لاندې، د استالف ولسوالۍ ته سفر وکړ او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

د کونړ ولایت د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره د ساحو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګډ هئیت په شتون کې،  د ترانسپورت امریت لپاره د نوې اداري ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

BACK TO NEWS