د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۰/۲۴
د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د ودانۍ د بام د کانکریټ اچونې چارې روانې وې، چې دغه بهیر د تخنیکي ټیم له لوري له نږدې وڅارل شو.
همدارنګه، د تطبیقوونکي شرکت مسؤل انجنیر ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو ټولې چارې د تخنیکي مشخصاتو، منظور شوې نقشې او د قرارداد د شرایطو سره سم پرمخ یوسي او د پلستر شوو برخو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو په مناسب وخت کې اوبه ورکړل شي.
د ودانیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کیفیت د تضمین، د معیاري اصولو د رعایت او د عامه تاسیساتو د دوامدارې ګټې اخیستنې لپاره مهمه بلل کېږي.
