د نیمروز ولایت زرنج ښار د (۶م او ۷م) پلانونو د وروستي تأیید او ارزونې په موخه تخنیکي پلاوی واستول شو
۱۴۴۷/۹/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مشرتابه الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دغه وزارت یو تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د زرنج ښار ته ولېږه، ترڅو هلته د ښاري وضعیت جاج واخلي.
دغه ټیم د زرنج ښاروالۍ د محترم ریاست په غوښتنه یاد ښار ته واستول شو، چې په ګډه به ښاري وضعیت وڅاري او د شته ستونزو د حل لپاره به لاس په کار شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست دغه ټیم به د زرنج ښار د شپږم او اووم پلان د ساحو د تأیید او وروستي کولو، او همدارنګه د خدماتي، شنو او تفریحي ساحو ارزونه وکړي.
پلاوي د ښاري چارو د لا ښه انسجام، د ښاري پلانونو د سرغړونو د مخنیوي او تعقیب، او همدارنګه د د کور او ښار جوړلوو وزارت د دویمو او درېیمو واحدونو د کړنو د څرنګوالي ارزونه وکړي.
یاد ټیم به د خپلو موندنو او ارزونو بشپړ راپور د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم مقام سره شریک کړي، ترڅو یې پّ اړه رغنده ګامونه پورته شي.
یاد اقدام د ښاري نظم د پیاوړتیا، د قانون د حاکمیت د تأمین او د زرنج ښار د منظمې او معیاري پراختیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
