د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ کې د یو مسجد شریف له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۴/۲۱
نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د څارنې تخنیکي ټیم یې د خاشرود ولسوالۍ په کوتلک - منار سیمه کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي یاسیني وایي، دغه څارنه د ولایت محترم مقام د شفاهي لارښوونې پر بنسټ ترسره شوه، چې د ټولګټو ریاست او د قراردادي شرکت محترمو استازو هم په کې ګډون درلود.
نوموړی وایي، دمګړۍ د یاد مسجد شریف لپاره د ستنو په کانکرېټ اچولو، د ښځینه برخې په مسجد شریف کې د چت قالب ترلو، د مخکینیو زینو بنسټ لپاره د ډبرو اېښودلو، د سپټیک څاه ګانو کانکریټ اچولو، د سیخانو پرې کول او برش کول، او د ستنو، رینګونو، سپټیک او نورو برخو ته اوبه ورکولو لړۍ دوام لري.
د ستونزو برخه کې، محترم مولوي یاسیني زیاتوي چې د کار کوونکو او تخنیکي پرسونل، خښتو، جغل او شږو کمښت وو، نو قراردادي شرکت مکلف کړل شو چې ژر تر ژره شته ستونزې حل کړي.
دغه راز، یې د قالبونو تختې زړې او پړسېدلې وې، د کانکرېټ مکسر یې کوچنی چې باید د لوړ ظرفیت شي او د اسنادو رسونې لپاره باید یو رسمي استازی ولري.
د کور او ښار جوړولو ریاست، د دې پروژې د پرمختګ لپاره د ټولو اړوندو اړخونو له همکارۍ مننه کوي او له قراردادي شرکت څخه غواړي چې یادې سپارښتنې ژر تر ژره عملي کړي.
