د نوي کابل ښار لومړي فاز الف برخې د پلان ارزونه او د تطبیق پر لارو چارو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۳۵
د کور او ښار جوړولو وزارت

۱۴۴۶/۰۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم رئیس انجنیر اقبال میرزاده او نورو اړوندو محترمو رئیسانو او مسؤلینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې، په نوي کابل ښار کې د شته پلان ارزونه وشوه او د تطبیق پر لارو چارو یې خبرې اترې وشوې، چې څنګه کېدای شي حقوقي او تخنیکي ستونزې یې له مخکې حل شي.

ښاغلي سرپرست وزیر وویل، اړتیا ده چې د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست اړوند ځینې مسؤلین عملاً په ساحه کې فعالیت وکړي، تر څو د پلان له تطبیق څخه په سمه توګه څارنه وکړي.

ښاغلي شیخ نعماني وویل، د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست دې، د تړونونو او عملي چارو هر اړخیزه څېړنه وکړي، ټولې حقوقي ستونزې دې یې حل کړي، چې په وینا یې د ستونزو د نشتون په صورت کې پانګوال شرکت ته د عملي چارو اجازه ورکړل شي.

نوموړي وویل، د عامو خلکو او پانګوال شرکت ترمنځ د راتلونکو پېښېدونکو حقوقي منازعاتو او شخړو مخنیوی دې وشي، چې نه شرکتونه یوه نمره دوه یا درې ځله وپلوري او نه خلک د ځمکې د ورکړې او له هغې وروسته د عملي چارو خنډ او ځنډ لامل وګرځي.

ښاغلي وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني زیاته کړه، هغه اشخاص چې پانګوال شرکت ترې ځمکه اخلي باید له ټولو اړخونو سره له وزارت سره ثبت او راجستر شي.

دغه راز، د چارو د لا ښه پرمختګ او ستونزو د نه پېښېدو لپاره دې له اړوندو امارتي ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ روحیه لا پیاوړې شي او یو د بل له تجربو دې ګټه پورته کړي.

سرپرست وزیر، اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارله چې هر ریاست دې په خپل کاري استقامت کې خوځښت وکړي او د عملي چارو د اسانتیا لپاره دې ډاډ ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت