د نوي کابل ښار د لا چټکې او معیاري پراختیا لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل مهم او اغېزمن ګام هم اوچت کړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۵۷
پلان تفصیلی شرکت خاور

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي پړاو په (۸/۲) پارسل سیمه کې د خاور ودانیز شرکت اړوند تفصیلي پلان، تر هر اړخیزې او دقیقې تخنیکي او مسلکي ارزونې وروسته، تأیید شو.

یاد تفصیلي پلان، د کور او ښار جوړولو وزارت د اړوندو مسلکي او تخنیکي برخو له لوري د نوي کابل ښار د منظور شویو پلانونو، ښاري اصولو، تخنیکي معیارونو او د سیمې د راتلونکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره په دقت ارزول شوی، چې د ارزونې د بهیر تر بشپړېدو وروسته د وزارت د محترم مقام د تأیید وړ وګرځېد.

د دغه تفصیلي پلان تأیید، د نوي کابل ښار د لومړي پړاو د پراختیايي چارو د تنظیم او عملي کېدو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د پلان له تأیید سره به په یاده سیمه کې د پلان شویو ښاري او ودانیزو چارو د منظم تطبیق لپاره زمینه برابره او چارې به د منظور شوي تفصیلي پلان له مخې پرمخ یووړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د پراختیايي چارو پر معیاري، منظم او اصولي تطبیق ټینګار لري او هڅه کوي، چې په دغه ښار کې ټولې ښاري او ودانیزې چارې د منظور شویو پلانونو او نافذه تخنیکي معیارونو په رڼا کې ترسره شي.

نوی کابل ښار د هېواد له مهمو او لویو ښاري پراختیايي پروژو څخه دی، چې د کابل ښار د نفوسو د زیاتوالي، د استوګنې اړتیاوو او د پلازمېنې د انډولیزې او منظمې پراختیا په پام کې نیولو سره طرحه شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

د الشفاء روغتون د ودانیزې پروژې د دویمې برخې د چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د دوامدارې تخنیکي څارنې په لړ کې د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۹
Background image

د لابراتوار ریاست له لوري د بېلابېلو ودانیزو او زیربنایي پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول، ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت