د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
میدان وردګ

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ژوند د ښه والي، منظم مېشتېدو او ورته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.

د دغه پلان په اصلاح سره په یاد ښارګوټي کې (۱۲۲۸) استوګنیزې نمرې رامنځته شوې.

دغه پلان د عصري ښاري معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، چې په کې د استوګنې منظم بلاکونه، د څښاک پاکو اوبو سیستم، برېښنا، سړکونه، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، شنې ساحې او عامه خدمتونه شامل او ډیزاین شوي دي.

همدارنګه، د چاپېریال ساتنې اصول په پام کې نیول شوي، څو د دوامدار پرمختګ لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.

د دې پلان عملي کېدل به نه یوازې د مهاجرینو د سرپناه ستونزه هواره کړي، بلکې ورسره به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه هم وغوړېږي او د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته شي.

تمه ده چې د پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول پروژې د ټول هېواد په کچه د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ملاتړ په پار دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۴۴
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د پلان مطابق خط اچونه پېل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د حکم او لارښوونې له مخې په لغمان ولایت کې هم پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیمونو له لوري، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مرکز کې د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې.

یاده سروې د نږدې( ۱۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت