د مسکن د وجهي صندق  د مادو د غني کولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۴۳
picture

۱۴۴۶/۳/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري معین محترم محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د مسکن د وجهي صندق د اساسي نامې د مادو په اړه مشورتي ناسته تر سره شوه چې په دې اړه نظرونه شریک شول.

ښاغلي خروټي وویل، د مسکن لپاره د وجهي صندق موضوع له مهمو موضوعاتو څخه ده، ټینګار یې وکړ، چې د وجهي صندق د مادو غني کولو ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه چې د دې له مخې به ګټورې پریکړې کیږي او همدراز به په راتلونکې کې د مسکن په برخه کې ښه جواب ویونکی وي.

په دې ناسته کې ګډونوالو د مسکن د وجهي صندق پر مادو خپل نظرونه شریک کړل، زیاته یې کړه چې د دې اساس نامې د مخ لیکل دې یو ځل بیا اړوندو ریاستونو ته واستول شي تر څو خپل نظرونه شریک او ټول معلومات دې بلې غونډې ته د وروستۍ پریکړې لپاره راوړل شي.

د یادولو ده، چې د مسکن د ملي وجهي صندق د اساس نامې جوړول د مسکن په برخه کې ډیر ګټور تمامیږي چې د مسکن جوړولو، د بیځایه شوو او بیرته راستندیونکو کډوالو، د مسکن په برخه د خرڅلاو د حیل اومیل کولو او د پانګوالو په هڅونه کې ډیر ګټور تمامیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت