د لغمان ولايت د ولايتي شورا ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۹
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د لغمان ولايت د ولايتي شورا ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۳۳۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۵ ميلیونه افغانۍ ورغول شوه چې د نورو اړينو خونو تر څنګ ۸ کاري خونې هم لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۰
Background image

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د نو اباد د دویمې برخې (قلعه ارجل) ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۲

د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د نو آباد د دویمې برخې (قلعه ارجل) ساحې د ښاري، تخنیکي، چاپېریالي، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو له مخې په هر اړخیز ډول تر مطالعې لاندې ونیول شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت