د قالین اوبدونکو د ښارګوټو او کابل کې د چینایانو د پروژې فعالیتونه وارزول شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۱۳:۲۳
vbgfdf

۱۴۴۳/۰۹/۱۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د قالینو د صنعتي او رهایشي ښارګوټو او د چینایانو پروژې ستونزې او ننګونې وارزولې او د فعالیت په اړه یې څېړنه وکړه.

دناستې په پیل کې د قالینو صنعتي او رهایشي ښارګوتو مسؤلینو ، د دغې پروژې د رامنځته کېدو د موخې په تړاو یادونه وکړه چې د قالینو صنعت ته وده ورکړل شي، سوداګري یې له افغانستان او د افغانستان په نوم وشي، بازارموندنه ورته وشي، خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، د فقر او بې روزګارۍ کچه راکمه شي، د قالینو اوبدلو لپاره مناسبه زمینه او مناسب چاپېریال رامنځته شي، صنعت کارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، خپل ځایونه ولري چې په ټوله کې یې ګټه هېواد ته راځي او د قالینو په صادراتو کې به مهم رول ولوبوي.

په دغه ناسته کې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د قالینو د صنعتي او رهایشي ښارګوټي، په ننګرهار بهسودو کې د قالینو ښارګوټي، کندز او د بلخ حیرتانو په دوه لارې کې چې ټول څلور د قالینو اوبدلو او رهایشي ښارګوټي کېږي فعالیتونه یې وارزول شول.

دغه راز په یاده ناسته کې د چین جمهوري دولت لخوا په کابل کې د لس زره مسکوني کورونو د جوړولو پروژې په اړه هم بشپړې خبرې وشوې او د یادې پروژې مسؤلینو د فعالیتونو، ستونزو او نورو اقداماتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

دوی پر دې خبرې وکړې چې څنګه کېدای شي په یادو برخو کې ستونزې او ننګونې ختمې او فعالیتونه بیرته پیل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني یاد ښارګوټي او د چینایانو پروژه د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او ثبات، د ټولنیز او چاپېریالي وضعیت ښه کېدو او خلکو ته د کار زمینې پیدا کېدو او اسانتیاو لپاره مهمې وبللې او د ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې او ګټورې لارښوونې وکړې چې په عملي کولو سره به یې شته ستونزې ختمې او لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت