د فراه د ستراتیژیک پلان د اصلاح په تړاو ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۵۲
فراه

۱۴۴۶/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د فراه ولایت لپاره د ستراتیژیک پلان د اصلاح په موخه د تللي هیئت سره ناسته وکړه.

فراه ته تللي هیئت د خپل سفر موندنې د کور او ښار جوړولو له محترم وزیر سره شریکې کړې.

د ښاري مطالعاتو محترم رئیس مولوي محمد هارون صدیقي وویل، په پخواني پلان کې د زون بندۍ، ترانسپورټ، د کانال حریم، حلقوي سړک، د عامه ښاري خدماتو، اداري کمپلکس، اوبو او نورو برخو کې ستونزې موجودې وې.

د نوموړي په خبره، په نوي اصلاح شوي ستراتیژیک پلان کې یادې ټولې ستونزې حل شوي دي.

په یاده ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د فراه ښار د ستراتېژيک پلان پر لا زیات اصلاح او د نورو اړوندو ریاستونو سره په شریکولو ټینګار وکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو د منظمې ښاري ودې او پراختیا لپاره کار کوي او هڅه کوي چې د نوي عصر سره سم د اړتیا له مخې پلانونه جوړ او پلي کېدا ته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت