د فاریاب ولایت د کوهي خانه، خواجه پایتخت او نذیر اباد سیمو د بیا رغونې اصلاحي پلان تائید شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۱:۱۶
.

۱۴۴۴/۱۱/۲

د ښاري چارو د نقشو د ویزه کولو کمیسیون غړو د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د فاریاب د مرکز میمنې د اولې او څلورمې ناحیې اړوند په کوهي خانه، خواجه پایتخت او نذیر اباد سیمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د بهسازۍ ریاست له خوا اصلاحي پلان جوړ شو، چې د دغه وزارت د ښاري چارو د نقشو د ویزه کولو کمېسیون له خوا تائید شو.

دغه راز د دې کمیسیون غړو په بیلابیلو ښاري موضوعاتو لکه د بامیان ولایت د (کوسه بند) په تفصیلي پلان نظرونه شریک کړل.

د ښاري چارو مرستیال د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون غړو د ښاري چارو اړوند پرېکړو کارونه په خپل وخت تائید کړل او د بامیان ولایت د (کوسه بند) د تفصیلي پلان د فني ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۸
Background image

ارزګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د عامه تاسیساتو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۷/۱

د ژمي موسم راتګ له رارسېدو او د هوا له سړېدو سره، چې ورسره ورسره د مهاجرینو لپاره د دایمي اوسېدو د زمینې برابرېدو په پار هڅې ګړندۍ شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت په هغه سیمو کې چې د بهسازۍ پلان ورته جوړېږي، په تړاو یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نیمروز ولایت ته یو هیئت واستو، ترڅو د ځینو اړمنو سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو چمتو شي.

نیمروز ولایت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۷
Background image

په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د ټولو ناحیو ودانیو څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت