د غزني ښار ستراتیژیک پلان له بیا کتنې وروسته تائید شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۲۹
غرني

۱۴۴۶/۱۱۰/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د غزني ښار د محترم ښاروال محمد نبي حمزه، د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي او د کور او ښار جوړولو وزارت له یو شمیر رئیسانو سره وکتل.

په دې ناسته کې، د غزني ښار د ستراتیژیک پلان په تړاو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

د غزني محترم ښاروال وویل، د کابل- غزني په عمومي سړک د تلخکزار دښته چې یوه با ارزښته سیمه ده، په اصلاحي ستراتیژیک پلان کې ځای ور کړل شوی دي.

په ورته وخت کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د غزني ښار لپاره اصلاحي ستراتیژیک پلان مهم یاد کړ، هیله وښوده چې د دې پلان په عملي کولو سره به شته ستونزې حل شي.

د یادولو ده، چې د غزني ښار لپاره یاد پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د عالي مقام په هدایت حوړ او د څو ځله بیا کتنې وروسته د ټاکل شوې کمیټې لخوا تائید شو.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS