د سولې پروژې (پنځم مکروریان) د ستونزو حل او د کار پر څرنګوالي خبرې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۳:۲۴
pic

۱۴۴۴/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په غوښتنه او د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا په لارښوونه په کابل کې د سولې (پنځم مکروریان) پروژه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د عدلیې محترم وزارت، د چارو محترمې ادارې، د ملي پراختیا محترم شرکت، او د تفتیش محترمې عالي ادارې استازو او دغه راز د سولې پروژې له ښاغلو شریکانو سره د دې پروژې د ستونزو د حل او د کار پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، موخه دا ده، چې څنګه کېدای شي د یادې پروژې ستونزو ته د حل لارې چارې ولټول شي او کار بیرته ژر پیل شي.

محترم وزیر وویل، په دې پروژه کې ډیرې حقوقي او تخنیکي ستونزې شته او اړتیا ده چې په ګډه ورته حل لارې پیدا شي.

ښاغلي نعماني وویل، د ټولو راغلو ادارو استازې دې د یادې پروژې شته اسناد په دقیقه توګه وګوري، ستونزې او ننګونې دې په ګوته کړي او د حل په موخه دې وړاندیزونه هم وکړي.

د کمېټې له حل لارو موندلو او وړاندیزونو وروسته به بشپړ راپور د ا.ا.ا ریاسة الوزرا محترم مقام ته وړاندې شي او وروستی تصمیم به هغوی نیسي.

د یادونې وړ ده چې د پنځم مکروریانو د پروژې عملي چارې په کال ۱۳۹۴ کې پیل شوې، چې هغه مهال ټاکل شوې په دوه کالونو کې یې چارې بشپړې شي، خو د حقوقي او تخنیکي ستونزو له کبله یې چارې په ټپه ودرېدې.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۴۰
Background image

د نوي کابل ښار د پلان په اړه د تمکین شرکت له رئیس سره معلوماتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د ملي ستراتیژیک پلان د توضیح او تشریح په موخه د متحده عربي اماراتو د تمکین نړیوال شرکت له رئیس ښاغلي صالح الدریبي سره معلوماتي ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت مرکز کې د دارالمعلمین سړک له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۳

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یوه ګډ هیئت په ملتیا، د مرکز اړوند د دارالمعلمین سړک له رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د رئیسانو پرهمکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو

۱۴۴۷/۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو اوبرنامو د پراختیا معینیت د محترم سرپرست عبدالحمید آرین په مشرۍ، د همغږۍ او پېژندنې غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یاد. . .

BACK TO NEWS