د رئیسانو پرهمکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۱۲
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو اوبرنامو د پراختیا معینیت د محترم سرپرست عبدالحمید آرین په مشرۍ، د همغږۍ او پېژندنې غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یاد معینیت یو شمېر رئیسانو ګډون کړی و،ښاغلي آرین د رئیسانو تر منځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د معینیت اړوند ټولې پروژې او پروګرامونه باید له ځنډ پرته، د دقیقې پاملرنې او تعقیب لاندې تطبیق شي.

نوموړي د مسکن، ساختماني چارو او پروګرامونو د انکشاف معین الحاج محمد اسماعیل فائز د هڅو، زحمتونو او قاطعیت ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له پخوا زیاتې هڅې به د چارو د پرمختګ او غوره همغږۍ په برخه کې ترسره کړي.

ښاغلي آرین ټینګار وکړ چې د معینیت اړوند پروژې باید له هر اړخه په دقیقه توګه اجرا شي او د رئیسانو وخت پر وخت حاضرېدل د ادارې د اصولو او قوانینو رعایت وبلل شو.

په غونډه کې ګډونوالو رئیسانو د خپلو اړوندو پروژو په اړه نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې خپل کاري پلانونه به منظم او دوامداره توګه عملي او تعقیبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د منظورۍ او د کابل ښار د منظمې پراختیا د ستراتیژۍ له مخې، د کابل ښار د سپینو ساحو له ډلې د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع تخنیکي او ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په سمنګان ولايت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د سمنګان ولايت د تخنیکي او مسلکي ټيم لخوا د دې ولایت د اطلاعاتو اوکلتور رياست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه،

دا مهال د مسجد شریف د پایوو کانکريټ اچونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو او سړکونو د ساحو سروي او ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د ښاري پراختيا د ستراتیژیک پلان له مخې او د وزارت د کلني پلان اهدافو د تحقق په موخه، د نیمروز ولايت د کور او ښار جوړولو ریاست، د ښاروالۍ د رياست په بشپړه همکارۍ، د ښار اړوند. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت