د ستونزمنو اسنادو د حل په موخه د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۱۳:۴۵
gfhh

۱۴۴۳/۰۹/۱۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په مشرۍ او د دغه وزارت د مالي او ادارې مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي او د اړوندو رییسانو او انجنیرانو په ګډون د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندو یو شمېر هغه اپارتمانونو د اسنادو د حقوقي او اداري ستونزو په اړه هر اړخیز بحث وشو چې په تېر حکومت کې وېشل شوي، دوسیې یې بشپړې شوي او قبالې ورکولو ته چمتو شوي دي.

په ناسته کې د یادو اپارتمانونو په اړه فني او مسلکي بحث وشو او د مناسبو حل لارو په پیدا کولو ټینګار وشو.

د یادې تخنیکي کمېټې په ناسته کې د هرې پروژې اړوند مسؤلینو او رییسانو ته لازمې لارښوونې وشوې.

دغه راز د ناستې په دوام کې د هغه (۴۰۰) بابه مسکوني کورونو په اړه هم بحث وشو او نظریات تبادله شول چې لګښت یې د چین جمهوري دولت په بلا عوضه توګه ورکوي.

د ناستې په پایله کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د یادو پروژو او کورونو اړوندو مسؤلینو او رییسانو ته دندې وسپارلې چې د هرې پروژې د ستونزو او حل لارو په اړه وړاندیزونه ترتیب او وړاندې کړي چې د هرې یوې په اړه به هر اړخیز حقوقي او اداري بحث وشي او له هغې وروسته به لازم اقدامات وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت