د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د ګمرکي تاسیساتو جوړېدل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۴:۵۴
sdftg

۱۴۴۳/۱۰/۲۰

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د زابل ولایت له ګڼ شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل او په شملزو ولسوالۍ کې یې د ګمرکي تاسیساتو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي حمدالله نعماني زیاته کړه چې د مالیې، سوداګرۍ او صنعت، کورنیو چارو او بهرنیو چارو محترمو وزارتونو او د ایسا محترمې ادارې سره په ګډه د اسلامي امارت د رهبرۍ لخوا ورته دنده سپارل شوې چې د شملزو ولسوالۍ کې د ګمرکي تاسیساتو لومړني کارونه بشپړ کړي او په وینا یې چې د دغې پروژې د پلې کولوې په موخه (۲۰) میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د غونډې ګډونوال د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د سوداګریزې بیخ بنا جوړولو په موخه د امارت د نورو ادارو ترڅنګ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او دا یې چاره یې نیک اقدام وباله.

دغه راز له زابل ولایت راغلو مشرانو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه د ښاري پراختیا برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د خلکو د وړاندیزونو او خبرو اورېدو وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل، د زابل ولایت ته یې پاملرنه شته او هڅه کوي چې د نورو ولایتونو ترڅنګ یې ښاري پراختیا او د ټولګټو پروژو پلې کولو برخه کې ښاري وضعیت لا غوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت