د زابل نوبهار ولسوالۍ لپاره نږدې څلور جریبه ځمکه کروکي شوه

۱۴۴۵/۰۲/۲۴
په زابل کې د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د نوبهار ولسوالۍ د نوې ودانۍ جوړولو لپاره ۳.۸۱۴ جریبه ځمکه کروکي کړه.
په دغه کروکي کې د ځمکې مساحت او حدود معلوم کړل شول، تر څو د مساحت او حدودو سره سم د ودانۍ مهندسۍ او تخنیکي نقشې طرحه او رسم شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ودانیو د نقشو طرحه او ډیزاین په موخه د ځمکو مساحت او حدود په معیاري توګه معلوموي او په تخنیکي ډول یې کروکي او سکېچ کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.