د دوامداره څارنو په لړ کې د تایمني پروژې له بېلابېلو ساحو څخه د ښاري سرغړونو په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۸
تایمني

۱۴۴۸/۱/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي  ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامداره نظارتي پلان له مخې د کابل ښار د څلورمې ناحیې د تایمني پروژې له بېلابېلو سړکونو او فرعي کوڅو څخه د ودانیزو چارو او احتمالي ښاري سرغړونو په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې له نږدې وڅارل شوې چې د نافذه قوانینو، تصویب شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د احتمالي نقض نښې پکې لیدل کېدې، لکه د غیرقانوني کړکیو جوړول، همدارنګه له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد او جوازونه یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل شول څو یاد اسناد د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست ته وسپاري، ترڅو له تخنیکي ارزونې وروسته د اړتیا په صورت کې لازم اجراآت ترسره شي.

د دغې څارنې موخه د ودانیزو چارو د ښاري پلانونو مطابق تطبیق، د غیرمجازو جوړښتونو مخنیوی، د ګاونډیانو د حقونو ساتنه، د ودانیز کیفیت لوړول او د ښاري نظم ټینګښت دی.

د یادونې وړ ده چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ساحوي څارنو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت: اسلامي شریعت، اخلاص او د خلکو خدمت د اداري چارو بنسټ دی

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د جوزجان مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

1448/2/1

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانۍ د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت