د دايکنډي ولايت د ګيتي ولسوالۍ اداري کمپلکس د رغولو چارې نږدې بشپړېدونکي دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۱۵:۵۴
دايکنډي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د دايکنډي ولايت د ګيتي ولسوالۍ اداري کمپلکس د جوړولو چارې ۸۹ سلنه بشپړې کړي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول چې ۱۷ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلن‌ځای، يو ګودام او ۹ عصري تشنابونه لري، د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۳ ميليونه افغانيو رغول کيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې تر اوسه ۱۲۹ اداري ودانۍ رغولي او هلته د موجودو کارکوونکو لپاره يې د کار مناسب او ارام چاپېريال زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت