د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست اداري کمپلکس رغنیزې چارې پایته ورسېدې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۸:۴۸
بلخ

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست اداري کمپلکس رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

دا کمپلکس په ۸۰۱ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو چې ۱۵ کاري دفترونه، ۳ پخلنځي، د محافظینو خونه، ۸ تشنابونه او د احاطې دیوال لري د ۲۰ میلیونه او ۹۷۳ زره افغانیو په ارزښت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې په معیاري ډول جوړ شوی دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ولایاتو په مرکزنو او ولسوالیو کې د بنسټیزو پروژو په تطبیق سره؛ سیمه ایزه حکومتولي پیاوړې کړې او د ټولګټو تاسیساتو په جوړولو یې خلکو ته د خدماتو رسولو کچه هم لوړه کړې ده.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د ننګرهار ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کې د شګي لېسې د ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د پوهني ریاست اړوند د کوزکنړ ولسوالۍ د شګي لېسې د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د آب بند ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت