د بدخشان خم‌شاهان لېسې د جوړېدو چارې ۸۰ سلنه پر مخ تللي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵
بدخشان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د خم‌شاهان ليسې د جوړولو چارې ۸۷ سلنه بشپړې کړي او ډير ژر به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

د ليسې دا ودانۍ په ۶۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پېش ساخت قطعاتو د فابريکې له لارې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۶ ميليونه او ۵۰۰ زره افغانيو جوړيږي.

د بدخشان په دې لرې پرته سيمه کې د يادې پروژې پلي کول؛ د دې ښکارندويي کوي چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پوهنې وزارت په همکارۍ په ټول هېواد کې د ښوونيز بهير پياوړتيا ته ژمنه اداره ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ساختماني چارو د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو کارونه ودرول شول

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲
Background image

په تېرو پنځو میاشتو کې ننګرهار کې له ۲۳ زرو ډېرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۶

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري په تېرو پنځو میاشتو کې د دې ولایت په درېیو ښارګوټو کې ۲۳. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت