د الشفاء روغتون د دویمې برخې د کانکریټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست او د ودانیزو او زېربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د الشفاء روغتون د پروژې د دویمې برخې د کانکریټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د موټرو د تمځای ودانۍ د دویم پوړ د "ب" برخې د چت د کانکریټ اچونې چارې له نږدې وڅارل شوې، تخنیکي ټیمونو د کانکریټ کیفیت، د لېږد او اچونې طریقه، د کانکریټ د مخلوط یوشانوالی، د تخنیکي اصولو رعایت او د تطبیق بهیر د پروژې له تخنیکي مشخصاتو سره سم وارزاوه او ټولې چارې یې له نږدې کنټرول کړې.
همدارنګه، د کار د کیفیت د لا ښه والي او د ودانیزو تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه، د پروژې اجرائیوي ټیم ته اړینې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.
د تخنیکي ارزونې له مخې، د کانکریټ اچونې چارې د پروژې له تخنیکي مشخصاتو او نافذه معیارونو سره سم ترسره شوې او د تطبیق بهیر د تخنیکي ټیمونو تر دوامدارې څارنې لاندې روان و.
