دولتي شرکتونه باید پیاوړي شي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۲:۳۱
معینیت اداری

۱۴۴۶/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټی په خپل کاري دفتر کې د افغان کارت شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د سرکت مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه، دولتي شرکتونه باید پیاوړي شي، تر څو توکي په ښه کیفیت سره تولید کړي.

په ناسته کې د افغان کارت شرکت مالي رئیس محترم مولوي رحمت الله بهرمند د یاد شرکت په اړه معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه افغان کارت شرکت د کاغذ، دفتري وسایلو او خوراکي توکو د تولید په برخه کې کار کوي.

د نوموړي په خبره، د دوی شرکت د نورو دولتي ادارو سره د کاغذ په برخه کې قراردادونه لري، غواړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت سره هم په دې برخه کې قرارداد وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري محترم مرستیال  الحاج محمد ارسلاح خروټي زیاته کړه، دولتي شرکتونه باید اسانتیاوې رامنځته کړي او نرخونه مناسب و ټاکي تر څو بازار کنترول شي.

مالي مرستیال محترم خروټي اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د بازار ترڅنګ د دې شرکت نرخونه دې بررسي کړي وروسته دې د قرارداد فورم جوړ کړي دولتي شرکت ته دې لومړیتوب ور کړل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS