خوست کې څه باندې ۲۳۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴۹
خوست

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د خوست ولایت اړوندو سېمو په ۲۵۵ قطعو کې، ۲۳۸ زره او ۳۵۲ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۲۷۰۰۸ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۱۳۴۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت